ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

پکتیکا کې د ۱۵ پروژو چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوي

د ګوملې سیندیزې فرعي حوزې مسولینو د پکتیکا ولایت په نکه ولسوالۍ کې د ۱۵ پروژو ( استنادي دیوالونو، چکډمونو، ترینچونو او د کاریزونو پاکولو) د چارو له بهیر څخه څارنه کړې او اړوندو مسولینو ته یې د چارو د لا ښه سمون په موخه اړینې لارښوونې کړي.

 د دغو پروژو چارې چې د ۱۷۰ زره او ۷۰۰ امریکایي ډالرو په ارزښت د نارویژن موسسې له لوري پرمخ وړل کېږي، پکې ګڼو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې او چارې یې ۹۰ سلنه پرمخ تللي دي.ټاکل شوې ده چې نوموړې پروژې په نږدې راتلونکي کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.