د ازبکستان هېواد د سوداګرۍ او صنعت وزارت لومړي مرستیال ناظم جان خالمرادوف په مشرۍ ۳۰ کسیز لوړپوړی سوداګریز پلاوی د دوه ورځني سفر په موخه کابل ته را رسیدلی.
د سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي قدرت جمال یاد پلاوي ته د کابل په نړیوال هوايی ډګر کې ښه راغلاست ويلي او زیاته کړې یې ده، چې یاد سفر د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا لپاره ډیر ارزښت لري.
ازبیکستان د برېښنا, ټیکنالوجي او خوراکي موادو په برخه کې د همکارۍ لېوالتیا ښودلې چې ددې دوه ورځني سفر په اوږدو کې به پرې هر اړخیزې خبرې وشي.
ټاکل شوې، چې د دواړو هېوادنو حکومتي او خصوصي سکتورونو سوداګریز استازي به یو لړ خپلمنځي ناستې ترسره کړي او د سوداګریزو اړیکو څرنګوالی او پرمختګ به وارزوي.

