د ایران د کانونو، صنعت او سوداګرۍ د وزیر سید محمد اتابک په مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی کابل ته را ورسېد.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، چې افغانستان ته د یاد ایراني پلاوي د سفر موخه د دوه اړخیزې سوداګرۍ پراختیا، ترانزیټ او د ګډې پانګونې په برخه کې د اسانتیاوو برابرول دي.
یاد پلاوی به د اقتصادي معاونیت، صنعت او سوداګرۍ، کانونو او پترولیم او ټولګټو وزارتونو له مسولینو او د افغانستان د خصوصي سکټور له غړو سره د لیدنې سربېره به هرات کې د اسلام قلعه بندر او اوسپنې پټلۍ څخه هم لیدنه وکړي.

