ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ولادیمیر پوتین تاجکستان ته سفر کوي

ټاس خبري اژانس راپور ورکړی، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تاجکستان ته سفر کوي او ټاکل شوې د دې هېواد له ولسمشر امام علي رحمان سره لیدنه او خبرې وکړي.

د راپو له مخې، پوتین دغه راز د «روسیې – مرکزي اسیا» په دویمه ناسته کې هم ګډون کوي، چې تر ډېره به د روسیې، مرکزي اسیا او سیمه‌ییزو هېوادونو تر منځ پر لازیاتو همکاریو راټوله وي.

د روسیې ولسمشر به د دې تر څنګ د اقتصادي همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د رییسانو شورا په ناسته کې هم ګډون وکړي او ټاکل شوې په دې ناسته کې غړي هېوادونه ۲۰ د همکارۍ سندونه لاسلیک کړي.