د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي له خپل هندي سیال ډاکټر ایس جی شنکر سره په نوي ډیلي کې ناسته ترسره کړه.
په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو تر منځ د سیاسي اړیکو د پیاوړتیا، اقتصادي همکاریو د پراختیا، د ولسونو تر منځ په تګ او راتګ او پر سیمهییزو موضوعاتو هر اړخیزې خبرې وشوې.
مولوي امیرخان متقي هند ته خپل سفر د دواړو هېوادونو د اړیکو برخه کې یو مهم او تاریخي بدلون وباله.
نوموړي هند د سیمې یو مهم هېواد وباله او ویې ویل، د افغانستان او هند تر منځ نه یوازې دا چې ديپلوماتیکې اړیکې شته، بلکې دواړه هېوادونه یو له بل سره تاریخي، تمدني او ولسي پيوستون لري چې له پېړیو راهیسي دوام لري.
همداراز د بهرنیو چارو وزیر د نشهیي توکو پر ضد مبارزې، سیمهییزو اقتصادي پروژو او ټرانسپورتي دهلیزونو په برخو کې د متقابلې همکارۍ پر اهمیت ټینګار وکړ.
ښاغلي متقي وویل، افغانستان کې د پانګونې لپاره ګڼ فرصتونه رامنځته شوي دي، هندي پانګوال کولای شي چې په کرنه، روغتیا، کانونو، برېښنا، ترانسپورت او نورو برخو کې پانګونه وکړي.
دغهراز نوموړي هیله څرګنده کړه، چې په هند کې د افغان بندیانو ستونزو ته رسېدنه وشي، تر څو خپل هېواد ته ستانه شي او همدا ډول د واګه بندر د خلاصېدو او د ویزو په برخه کې اسانتیاوې را منځته شي.
د هند د بهرنیو چارو وزیر جی شنکر د امنیت د ټینګښت، د نشهیي توکو د قاچاقو د مخنیوي او نورو برخو کې د اسلامي امارت هڅې وستایلې او ټینګار یې وکړ، چې د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره به تعامل ته دوام ورکوي.
نوموړي همدا راز په کابل کې د هند د سفارت د کچې له تخنیکي ماموریت څخه دیپلوماتیکې کچې ته د لوړولو اعلان وکړ او هم یې په دهلي کې د اسلامي امارت د دیپلوماتانو د منلو هوکړه وکړه.
همدا ډول د هند بهرنیو چارو وزیر په ننګرهار او کونړ ولایتونو کې د وروستیو زلزلو په اړه یو ځل بیا خواخوږي څرګنده کړه او له افغان ولس سره د هند د بشري مرستو په دوام یې ټینګار وکړ.
نوموړي د افغان بندیانو د ستونزو د حل او د ویزو د مشکلاتو د حل په اړه خپله ژمنتیا وښوده.
ورته مهال دواړو لوریو د هوايي دهلیز د پیل هرکلی وکړ او څرګنده یې کړه چې دې ته به نوره پراختیا هم ورکړي.
همدارنګه دواړو لوریو د سوداګرې په برخه کې د کډې کمیټې په جوړولو هوکړه وکړه، چې هند به د پراختیايي پروژو په ځانګړي توګه د روغتیا، برېښنا، زیربناوو او مرستو زیاتولو په برخه کې خپله ښکېلتیا نوره هم ژوره کړي.
د ناستې په پای کې دواړو لوریو په سیمه کې د سولې او ثبات او د متقابل باور د ودې پر اهمیت ټینګار وکړ.

