د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ اعلان کړی، چې د نومبر له لومړۍ نیټې څخه د چین پر وارداتي توکو ۱۰۰ سلنه تعرفه عملي کوي.
نوموړي پر ټولنیزو رسنیو لیکلي: “د ۲۰۲۵ زېږدیز کال د نومبر له لومړۍ نېټې (یا تر هغه مخکې، که چېرې چین کوم اقدام یا بدلون وکړي) امریکا به پر چین ۱۰۰ سلنه ګمرکي تعرفه ولګوي، چې دا به له هغو تعرفو هم ډېره وي کوم چې اوس مهال پلې کېږي.”
امریکا د ټرمپ له ولسمشرۍ وروسته پر چینايي توکو درنې تعرفې ولګولې، خو دا تعرفې وروسته له هغو نرمې شوې، چې دواړه هېوادونه د ۹۰ ورځو ځنډ لپاره هوکړې ته ورسېدل. دا هوکړه د نومبر پر ۹مه پای ته رسېږي.

