ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو مرستیال لغمان ته د سفر په ترڅ کې د فراشغان له ځوانانو سره وکتل

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو مرستیال مولوي محمد یونس راشد لغمان ته د خپل سفر په ترڅ کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د مسولینو په ملتیا د فراشغان ولسوالۍ اړوند د بېلابېلو سیمو له ځوانانو سره وکتل او د هغوی ستونزې او وړاندیزونه یې واورېدل.

د فراشغان ولسوالۍ ځایي ځوانانو له ښاغلي راشد څخه مننه کړې، چې دې سمیې ته یې د ځوانانو د ستونزو او وړاندیزونو د اورېدلو په موخه سفر کړی دی.

دوی ویلي، چې ځوانانو ته باید د دندو پیدا کولو تر څنګ د ظرفیت لوړونې، فکر جوړونې او زده‌کړو زمینې د برابرولو په برخو کې بېلابېل پروګرامونه جوړ شي.

مولوي محمد یونس راشد ویلي، چې د هېواد په کچه د ځوانانو لپاره بېلابېل ګټور پروګرامونه پیل شوي او ډېر ژر به د فراشغان ولسوالۍ ځوانان هم ورڅخه برخمن شي. دغه‌راز د دې سیمې د ځوانانو ستونزو او وړاندیزونو ته به هم رسېدنه وشي.

ښاغلي راشد زیاته کړې، چې اسلامي امارت د اسلامي شریعت پلي کولو ته ژمن دی او یو شمېر هغه خلک چې د نظام پر کړنو نیوکې لري د نظام له پاليسیو او کړنو څخه خبر نه دي. اسلامي امارت ریښتینی اسلامي نظام پلي کوي او د راشیدینو خلفاوو په قدمونو روان دی.

د فراشغان ولسوال مولوي عبدالمومن منقعد د ځوانانو چارو له مرستیال څخه مننه کړې، چې دې لرې پرتې ولسوالۍ ته یې د ځوانانو د ستونزو او وړاندیزونو د اورېدلو په موخه سفر کړی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې فراشغان یوه لرې پرته ولسوالي ده. دا چې اوس مهال مشران دې سیمې ته راځي او د ولسونو ستونزې اوري د ویاړ او افتخار ځای دی.