د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي چین ته د سفر په ترڅ کې د دې هېواد د هاینان ښار له مهمو اقتصادي، صنعتي او لوژستیکي تاسیساتو څخه لیدنه کړې.
ښاغلي عزیزي په دې لیدنه کې د هایکو بندر له تاسیساتو او نوي ترمېنل، د هایکو عمومي ازادې سوداګریزې-صنعتي سیمې او د هایکو د هوايي ډګر د ازادې عمومي سیمې څخه لیدنه وکړه.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، دا لیدنه د چین د ازادو سوداګریزو سیمو له وړتیاوو او بریالیو بېلګو سره د بلدتیا، د سوداګریزو توکو د ترانزیټ په برخه کې د همکارۍ فرصتونو د ارزونې او د دوه اړخیزو اقتصادي اړیکو د پراختیا په موخه شوې ده.

