د الجزیرې خبري شبکې د راپور له مخې، حماس اسلامي غورځنګ پاتې ۱۳ نور اسرائیلي بندیان هم خوشي کړل او په غزه کې یې د سره صلیب نړیوالې کمېتې ته وسپارل.
د صهیونیستي رژیم پوځ هم تایید کړې، چې پاتې ۱۳ بندیان یې ازاد او ترلاسه کړي دي.
حماس اسلامي غورځنګ نن (دوشنبه، د تلې ۲۱مه) له یادو ۱۳ بندیانو وړاندې ۷ اسرائیلي بندیان هم خوشي کړي وو.
یاد غورځنګ له هوکړې سره سم ۲۰ اسرائیلي بندیان خوشي کړي او په دې سره د ژوندیو اسرائیلي بندیانو د ازادېدو بهیر بشپړ شوی دی.
ټاکل شوې، چې د ۲۰ اسرائیلي بندیانو په بدل کې به نږدې دوه زره فلسطینیان هم د اسرائیلي رژیم له بندخونو ازاد شي.

