ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملګرو ملتونو له غزې سره د مرستې لپاره ۲۰ میلیونه ډالر ځانګړي کړي

د ملګرو ملتونو د بېړنیو مرستو همغږي کوونکي ټام فلیچر ویلي، چې د ژمي په را نږدې کېدو سره غزه کې د مرستو د زیاتوالي لپاره د دې سازمان د بېړني غبرګون له صندوق څخه ۱۱ میلیونه ډالره اضافي بودیجه ځانګړې شوې ده.

نوموړي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، په دې سره د ملګرو ملتونو له لوري د غزې لپاره ځانګړې شوې بودیجه ۲۰ میلیونه ډالرو ته رسېدلې ده.

د نوموړي په وینا، دغه اندازه پیسې به په غزه کې د خوړو، اوبو، سرپناه او روغتیایي خدمتونو برابرولو او د اړینو بنسټیزو فعالیتونو د دوام لپاره ولګول شي.

ټام فلیچر له اوربند وروسته ژمي ته د فلسطینیانو د چمتووالي په موخه د بشري مرستو پر زیاتوالي ټینګار کړی دی.