د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د مرستیال مولوي محمد علي جان احمد په مشرۍ نن له غرمې مخکې په بغلان ولایت کې د ملت د اتحاد، اسلامي نظام بقاء او ولس هوساينې په موخه غونډه وشوه.
په دې غونډه کې د یاد ولايت د لوړ رتبه مسولينو ترڅنګ د بېلابېلو ولسواليو استازو، ديني عالمانو، مخورو، مشرانو او عامو ولسي خلکو پراخ ګډون کړی و.
په یاده ناسته کې ښاغلي احمد د ولسي خلکو ستونزو ته رسېدنه خپل هدف ياد کړی او ویلي یې دي، چې په هېواد مو ډېرې ناخوالې تېرې شوې، هره سيمه له ستونزو سره مخ ده نو ولسونو ته ډاډ ورکوو، چې ستونزو ته مو پاملرنه کوو، د حل لارې ورته لټوو او دا زموږ اساسي موخه ده.
نوموړي زیاته کړې، چې ولسونه باید د یو واحد فکر، سالمې عقیدې او د يووالي ګډ منشور پر بنسټ سمبال شي، تر څو زموږ ټولنه د تفرقې پر ځای د وحدت، ثبات او پرمختګ پر لور ګامونه واخلي.
هغه د هېواد په هر ولایت، ښار، او کلي کې د اسلامي نظام د ټينګې واکمنۍ ستاينه کړې او د اسلام د سپېڅلي شریعت پر اساس يې د قوانینو د عملي کولو ډاډ څرګند کړی دی.
غونډې ته قومي مشرانو په خپلو ويناوو کې د اوسني نظام له خدمتونو مننه کړې او ویلي یې دي، نن چې د هېواد په ازاده فضا کې د خپلواکو افغانانو په توګه ژوند کوو، دا ازادۍ د ژوند، عزت او هوساینې مانا لري.
قومي مشرانو زیاته کړې، چې ولس د سولې او امنيت له فضا خوند اخلي او د نظام له برکته د ارامتیا احساس کوي.
دوی ټینګار کړی، که کله هم ولسونه له ستونزو سره مخ شي باور لري، چې مسولین یې غږ اوري او په اخلاص به يې د حل هڅې وکړي.

