ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د لوړو زده‌کړو وزیر په علمي څېړنو کې پر نوښتونو ټینګار کړی

د لوړو زده‌کړو وزیر شیخ نداء محمد ندیم د پروان پوهنتون له لوري «د افغانستان په وده او پراختیا کې د معیاري تحصیلي نصاب ونډه» داخلي کنفرانس په څنډه کې د امارتي پوهنتونونو له علمي او د څېړنو له مرستیالانو سره د همغږۍ ناسته وکړه.

په دې ناسته کې په پوهنتونونو کې د څېړنو پراختیا او معیاري کولو په اړه خبرې شوې دي.

شیخ نداء محمد ندیم یادو مرستیالانو ته ویلي، چې تاسو ته په پوهنتونونو کې تر ټولو مهمه او کلیدي دنده سپارل شوې، په ډېر دقت یې باید ترسره کړئ. د استادانو څېړنې په مسلکي ډول وګورئ او په ادبي سرقت شویو اثارو ترفیعات ورنه کړئ.

نوموړي د لابراتوارونو پر تجهیز او په علمي څېړنو کې پر نوښتونو ټینګار کړی او ویلي یې دي: «نوښتګر محصلین تشویق او ملاتړ یې وکړئ. استادانو او محصلینو ته د معیاري څېړنو زمینه برابره کړئ.» دغه راز په یاده ناسته کې د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي ویلي، چې دلته لسیزو اشغال پوهنتونونه تر خپل سیوري لاندې راوستلي وو او اشغالګرو د تحصیلي نصاب له لارې خپلې برنامې پلې کولې، چې موږ یې باید د اصلاح لپاره شپه او ورځ کار وکړو.

وروسته د امارتي پوهنتونونو علمي او د څېړنو مرستیالانو خپلې ستونزې، لاسته راوړنې او وړاندیزونه د لوړو زده کړو له وزیر سره شریک کړي دي.