د کندهار د ۲۰۵ البدر قول اردو وياند نذير شکيب ملي راډیو تلویزیون ته ویلي، چې د دې ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې پر فرضي کرښه د افغان اتلو ځواکونو او پاکستاني اجیرو پوځیانو تر منځ په نښته کې پاکستاني لوري ته درنه مرګژوبله اوښتې ده.
ښاغلی شکیب زیاتوي، چې نښته تېره شپه درې بجې پیل شوې او لا هم روانه ده او افغان اتل ځواکونه له فرضي کرښې تېر شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې د پاکستاني پوځیانو یو شمېر جسدونه هم د جګړې په سیمه کې پاتې دي.
سرچینې وايي، چې د افغان سرتېرو په دقیقو او هدفمندو بریدونو کې مقابل لوري ته درنه مرګژوبله اوښتې ده.
تازه دمي ځواکونه او زرهي وسایط سیمې ته استول شوي او جګړه په بشپړ ډول د افغان سرتېرو په کنټرول کې ده.

