د افغانستان اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد وايي، چې له بده مرغه نن سهار وختي یو ځل بیا پاکستاني ځواکونو د کندهار په سپینبولدک ولسوالۍ کې پر افغانستان باندې د سپکو او درنو وسلو بریدونه وکړل.
په دې بریدونو کې ۱۲ ملکي هېوادوال شهیدان او تر ۱۰۰ ډېر نور ټپيان شوي دي.
ښاغلی مجاهد زیاتوي، چې وروسته افغان ځواکونه هم ځوابي برید ته مجبوره شول.
د مولوي ذبیحالله مجاهد په خبره، د افغان سرتېرو د ځوابي بریدونو په پایله کې ګڼ شمېر پاکستاني متجاوز پوځیان وژل شوي، پوستې او مرکزونه یې نیول شوي، وسلې او ټانګونه ترې لاسته شوي او اکثره پوځي تاسیسات یې هم له منځه وړل شوي دي.
د اسلامي امارت ویاند وايي، چې په ۸ بجو زموږ لخوا جګړه بېرته کنټرول شوې، خو مجاهدین په لوړ مورال د خپلې خاورې، حریم او خلکو دفاع ته چمتو دي.

