ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ټولنیزو رسنیو کاروونکو پاکستاني ملېشو ته د افغان مېړنیو ځواکونو پیاوړی غبرګون او ځواب ستایلی

د پاکستاني ملېشو له لوري د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ پر فرضي کرښه بیا ځلي بریدونه د افغان مېړنیو ځواکونو له قوي غبرګون سره مخ شول.

د افغان ځواکونو پياوړی ځواب او پاکستاني ملېشو ته اوښتې درنه مرګ‌ژوبله او مالي زیانونه د ټولنیزو رسنیو کاروونکو ستایلي دي.

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې ګڼ شمیر پاکستاني متجاوز نظامیان وژل شوي، پوستې او مرکزونه یې نیول شوي، وسلې او ټانکونه ترې لاسته شوي او اکثره نظامي تاسیسات یې هم له منځه وړل شوي دي.

د حافظ عمري په نوم د ټولنیزو رسنیو یوه کاروونکي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د پاکستاني عسکرو مړي د سپین بولدک دروازې ته پاتې دي او نور یې تښتېدلي دي.

دغه راز د سید جمال اغا په نوم د ټولنیزو رسنیو یوه بل کاروونکي لیکلي، چې پاکستاني ملېشې په سپین بولدک کې افغان ځواکونو ته زارۍ کوي چې اجازه ورکړي، ترڅو خپل وژل شوي او ټپيان له ځان سره یوسي.

مولوي احسان‌الله احرار بیا د افغان ځواکونو له خوا د پاکستاني ټانک نیولو ویډیو خپره کړې او لیکلي یې دي: غنیمت.

همدارنګه د حمزه منیب په نوم یوه بل کاروونکي د سپین بولدک دروازې د نیولو ویډیو خپره کړې او لیکلي یې دي: الله اکبر!

ژیړې ډبې پورته کړئ، نن د ژیړو ډبو ورځ ده.

او د افغانستان دفاع په نوم د ټولنیزو رسنیو یوه بل کاروونکي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې افغانان له جګړې نه وېرېږي او مخامخ له پاکستاني ملېشو سره مقابله کوي.