ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

محتسبینو روانه اونۍ د ښځو د حقونو اړوند ۵۸ قضیو ته رسېدنه کړې ده

د امر بالمعروف، نهی عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وایي، چې محتسبینو یې روانه اونۍ د ښځو اړوند ۵۸ قضیو ته رسېدنه کړې ده.

یاد وزارت زیاته کړې، په دې موده کې ۳۵۰ رواني ناروغان هم پېژندل شوي او د درملنې په موخه روغتیايي مرکزونو ته معرفي شوي دي.

د یاد وزارت محتسبینو دغه راز ۷ کوډګر نیولي، ۲۴ دښمنۍ او شخړې یې حل کړې او له کسب‌ګرو او سوداګرو سره یې ۶۶ د پوهاوي ناستې کړې دي.