ستره محکمه وایي، چې نن (پنجشنبه، د تلې ۲۴مه) د بادغیس د مرکز قلعهنو په ورزشي لوبغالي کې پر یوه قاتل د قصاص حکم پلی شو.
د سترې محکمې په وینا، دغه کس محمد اسماعیل د ابراهیم زوی د بادغیس د جوند ولسوالۍ اوسېدونکی و، چې دهمدې ولسوالۍ دوه تنه اوسېدونکي یې قتل کړي وو.
د سترې محکمې په وینا، د مقتول کورنۍ ته د بښنې او سولې وړاندیز وشو، مګر د نه منلو وروسته قاتل ته د قصاص شرعي حکم صادر شو.

