ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د بهرنیو چارو وزیر: روسیې او هند ته یې وروستي سفرونه له لاسته‌راوړنو ډک او بې‌ساري وو

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د یوې ناستې په ترڅ کې د وزارت مرستیالانو، رییسانو او کارکوونکو سره د مسکو فارمټ د اوومې ناستې او هند ته د خپل سفر جزییات شریک کړل.

د بهرنیو چارو وزیر په دې غونډه کې ویلي، چې د مسکو فارمټ دغه ناسته د تېر په پرتله بې‌سارې وه، ځکه اسلامي امارت پکې د رسمي غړي په توګه ګډون وکړ او په وینا یې، د روسیې، چین او نورو هېوادونو استازو د افغانستان د سیاسي او اقتصادي ثبات، د نه مداخلې، د کنګل شویو شتمنیو د خلاصون، بشري مرستو، ګډو همکاریو او د افغانستان د حاکمیت د درناوي په اړه مثبت دریځ درلود.

همداراز د بهرنیو چارو وزیر هند ته خپل وروستی سفر تاریخي او له لاسته راوړنو ډک وباله او زیاته یې کړه، چې د یاد هېواد د بهرنیو چارو له وزیر سره په کتنه کې د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو، تعليمي او روغتیايي مرستو، هوایي دهلېز، د واګا بندر د ستونزو حل، د چابهار بندر د اسانتیاوو پراخولو او د بندیزونو د لرې کولو په اړه خبرې وشوې.

ښاغلي متقي ویلي، چې دواړو هېوادونو د سفارتي اړیکو د لوړېدو او د ګډې کمېټې پر جوړېدو هوکړه وکړه او د هند د سوداګرۍ د خونې له مسولینو سره په ناسته کې د سوداګرۍ د کچې لوړولو، د بازار موندنې، ګډو نندارتونونو په اړه بحث وشو.

د نوموړي په وینا؛ د دیوبند له دارالعلوم نه لیدنه یې د تاریخي اړیکو د بیا احیا لامل شوه، چې د هند د دیني او علمي مرکزونو له خوا یې تود هرکلی وشو، او د دینی زده‌کړو په برخه کې د همکاریو پر زیاتولو خبرې وشوې.