ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اوبو او انرژي وزیر د روسیې د انرژي اونۍ په نړیوال فورم کې ګډون وکړ

د اوبو او انرژي وزیر ملا عبداللطیف منصور او مل پلاوي د روسیې د انرژي اونۍ په نړیوال فورم کې ګډون وکړ.

د اوبو او انرژي وزیر په یاد فورم کې د ګډون سربېره د روسیې فدراسیون د انرژي له وزیر سرګي تسویلیوف سره هم کتلي.

په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان د انرژي سکتور کې د ګډو همکاریو، پانګونې او د پروژو پلي کولو په اړه خبرې کړې.

د روسیې د انرژۍ وزیر ژمنه کړې، چې هېواد به یې د افغانستان د اوبو او انرژي په برخه کې د تخنیکي تجربو د شریکولو، د متخصصینو د روزنې، او د زیربنایي پروژو په پلي کولو کې له افغانستان سره نږدې او عملي همکاري کوي.