د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا
د کمېټو ورځنی کاري راپور
د پنجشنبې ورځ، د ۱۴۴۷/۴/۲۳ هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۷/۲۴هـ ل نېټې سره، سمون خوري، د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال په اجباري توګه راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:
هرات
اسلام کلا
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د اسلام کلا له لارې (۱۱۰) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۶۵۹) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۹۹)کورنیو سره مجموعًا (۷۱۲۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.
نیمروز
ورېښمو لار
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې (۷۶)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۳۰۶)تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز (۱۵۷۳)مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۶)کورنیو سره مجموعًا (۱۲۲۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:
روغتیا: په ورېښمو لار کې (۸۴۳)تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.
مخابرات: په ورېښمو لار کې مهاجرینو ته (۷۶)عدده سیمکارتونه وېشل شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.
کنــــــــــــــدهار
سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له سپین بولدک څخه (۳۳۳)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۰۲۱)تنه و، کندهار، هرات، زابل، غزني، خوست او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي او یادو کورنیو ته (۲۹۵۶۵۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۵۶۲)کورنیو سره مجموعًا (۴۶۸۶۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
په سپین بولدک کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
غذا: په سپین بولدک کې (۳۳۸۰)خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.
ننـــــــــګرهــــــار
تورخم (ډیورنډ فرضي کرښه)
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له تورخم څخه (۱)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۵)تنه و، کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي او (۷۰۰۰) افغانۍ کرایه ورکړل شوې ده.
کابل
مرکز
د ټرانسپورټ او لیږد کمېټه:
له کابل څخه (۸۶) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۴۷۷)تنه و، بغلان، کندز، بلخ، جوزجان، تخار، فاریاب او دایکنډي ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۴۲۸۴۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:
ثبت شـــــوي کډوال: (۱۸۷)کورنۍ او (۹۷۰)افراد
لېږدول شـوي کډوال: (۴۱۹)کورنۍ او (۲۴۹۸)افراد
مرسته شوي کډوال: (۶۷۷)کــورنۍ
وېشل شوي سیمکارتونه: (۷۶)عــــدده
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا

