پاکستاني ملېشو تېر ماښام یو ځل بیا د پکتيکا په ارګون او برمل ولسوالیو کې پر ملکي وګړو بریدونه کړي دي.
دغه بریدونه شاوخوا اته بجې، د ملکي وګړو پر استوګنیزو کورونو شوي دي.
په دې بریدونو کې د ارګون کرېکټ ټیم ځايي لوبغاړي هم په نښه شوي دي.
دغه لوبغاړي له لوبې ګټلو وروسته په یوه کور کې راټول شوي وو، چې هوایي برید پرې وشو.
په ارګون او برمل ولسوالیو کې د پاکستاني ملېشو له لوري د شویو بریدونو له امله تر دې دمه د ښځو او ماشومان په ګډون لس کسان شهیدان او ١٣ نور ټپیان شوي دي. په دې کې د کرېکټ ځايي لوبغاړي هم شامل دي.
د بشري حقونو نړیوال سازمان د کرېکټ پر لوبغاړو د پاکستاني ملېشو برید په سختو ټکو غندلی او د بشري حقونو پر نړیوالو بنسټونو یې غږ کړی، چې دا پېښه په بېړني ډول و څېړي، عاملان یې باید مسول وګڼل شي او سزا ورکړل شي.
یاد سازمان ویلي، چې د ملکي خلکو په نښه کول د بشري حقونو له قانون او د ملګري ملتونو د بشري حقونو له منشوره جدي سرغړونه ده.
دې سازمان په خپره شوې خبرپاڼه کې پر بشري ادارو غږ کړی، چې دا پېښه او له ولسي افغانانو سره د روان تاوتریخوالي څپه په بېړني ډول وڅېړي.

