ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

“د اسلامي امارت مجاهدین دې د خپل مذاکراتي ټیم د حیثیت ساتلو په منظور له نویو تحرکاتو ډډه وکړي”

مولوي ذبیح‌الله مجاهد وايي، له دې سره سره چې اسلامي امارت د پاکستاني پوځیانو تجاوز او د حریم نقض ته د ځواب ویلو حق ځان ته محفوظ ګڼي، خو د خپل مذاکراتي ټیم د حیثیت ساتلو او درناوي په منظور دې د اسلامي امارت مجاهدین له نویو تحرکاتو څخه ډډه وکړي.

نوموړی زیاتوي، دا چې وعده شوې وه له پاکستاني اړخ سره به نن په دوحه کې مذاکرات کېږي، د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد په مشرۍ د اسلامي امارت یوه لوړ پوړي پلاوي نن دوحې ته سفر وکړ.

ښاغلي مجاهد وايي: “له بلې خوا تېره شپه یو ځل بیا د پاکستاني پوځیانو لخوا په پکتیکا کې په ملکي ځایونو هوايي بریدونه وشول، چې یو تعداد ملکي هېوادوال پکې شهیدان او ټپیان شول.”

د مولوي ذبیح‌الله مجاهد په خبره، اسلامي امارت د پاکستاني پوځیانو مکرر جنایت او د افغانستان د حریم نقض په تر ټولو سختو ټکو غندي او داسې کړنې د پارونې عمل او د جګړې د اوږدېدو هڅه بولي.

د اسلامي امارت ویاند یو ځل بیا تکرار کړې، چې افغانستان په سوله‌ییز حل او سیمه‌ییز امن باور لري، خو کوم څه چې پيښيږي هغه ټول د پاکستاني اړخ د تجاوزونو له امله دي.