د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د احصایې او کرنیزو معلوماتو ریاست د شمېرو پر بنسټ، سږ کال په هېواد کې د انځرو حاصلات د تېر کال په پرتله ۳۵ سلنه زیات شوي دي.
د دغو شمېرو له مخې، سږ کال له ټول هېواد څخه ۱۵۱ زره او ۷۵۴ میټریک ټنه انځر ترلاسه شوي، حال دا چې د تېر کال تولید ۱۱۱ زره او ۷۷۴ میټریک ټنه و، چې ۳۹ زره او ۹۸۰ میټریک ټڼه زیاتوالی ښیي.
زابل، کندهار، هرات، روزګان او هلمند هغه ولایتونه دي، چې د انځرو ډېر بڼونه لري او د انځرو ډېری حاصلات له یادو ولایتونو څخه تر لاسه کېږي، خو په نورو ولایتونو کې هم د انځرو بڼونه شتون لري.
سږ کال، ۱۷ زره او ۵۰۷ هکټاره ځمکه د انځرو بڼونه پوښلې وه، چې له دغو بڼونو څخه ۱۵۱ زره او ۷۵۴ میټریک ټنه حاصل راټول شوي دي.
د افغانستان وچ او تازه انځر د خپل لوړ کیفیت، خوږ خوند او ډېرو ځانګړتیاوو له امله ډېر مشهور دي او د هېواد یو له مهمو صادراتي توکو څخه ګڼل کېږي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مشرتابه په خپل پینځه کلن پلان کې د انځرو بڼونو بیارغولو، د نویو بڼونو جوړولو، په دې سکټور کې د پانګونې راجلبولو او د انځرو پروسس فابریکو جوړولو باندې تمرکز کړی دی، ترڅو د تولید کچه لوړه شي او د هېواد بزګرانو ته د مناسب کورني او بهرنۍ بازار موندنې په برابرولو سره د عاید غوره فرصتونه رامنځته شي.

