فلسطیني چارواکو ویلي، چې اسرائیلي یرغلګرو د سولې له هوکړې ۴۷ ځله سرغړونه کړې ده او ۳۸ فلسطینیان یې شهیدان او ۱۴۳ نور یې ټپيان کړي دي.
پرون (شنبه، د تلې ۲۶مه) حماس اسلامي غورځنګ هم له مصر سره د رفح بندر له خلاصولو د اسرائیلي رژیم انکار غندلی او ویلي یې دي، چې دا د سولې له هوکړې څخه ښکاره سرغړونه ده.
یاد غورځنګ زیاته کړې، چې د نتانیاهو رژیم د سولې هوکړې ته د نه ژمنتیا په موخه عادي پلمې لټوي.
تېره جمعه د تلې پر ۲۵مه هم اسرائیلي عسکرو د غزې ښار په ختیځ کې د ۷ ماشومانو په شمول د یوې کورنۍ ۱۱ غړي شهیدان کړل.
په مصر کې د فلسطین سفارت پرون شنبه اعلان کړی، چې د رفح بندر به د راتلونکې دوشنبې په ورځ پرانیستل شي.
خو بنیامین نتانیاهو ویلي، د رفح بندر به تر هغو تړلی وي، تر څو چې حماس د پاتې ټولو بندیانو جسدونه نه وي ورته سپارلي.
د سولې له هوکړې سره-سره غزې ته د بشري مرستو لېږد ورو او کمزوری دی.
د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې یا انروا ویلي، چې د غزې اوسېدونکو ته د خوراکي توکو د رسولو په موخه د بشري مرستو کافي زېرمې لري، خو ژوند ژغورونکې دا لارۍ غزې ته نشي ننوتی او د مصر او اردن په ګودامونو کې بندې پاتې دي.
انروا ټینګار کړی، چې باید اجازه ورکړل شي، تر څو بې له ځنډه غزې ته بشري مرستې ورسوي.
یادې ادارې زیاته کړې، چې د ۱.۳ میلیونه کسانو لپاره د سرپناه جوړولو په موخه تجهیزات هم لري.
حماس اسلامي غورځنګ او اسرائیلي رژیم د ډونالډ ټرمپ د وړاندیز شوې پلان له مخې د سولې هوکړه کړې ده.
د دې هوکړې د لومړي پړاو له مخې به، چې د اکتوبر میاشتې پر لسمه پلی شو، دواړو لوري بندیان خوشي کوي او غزې ته به بشري مرستې ننوځي.
حماس اسلامي غورځنګ د هوکړې له مخې ۲۰ اسرائیلي بندیان خوشي کړي او تر دې مهاله یې د ۲۸ بندیانو له جسدونو څخه ۱۲ اسرائیلي رژیم ته سپارلي دي.
یاد غورځنګ ویلي، چې د پاتې جسدونو د موندلو چارې د زیاتو ویجاړیو او د غزې په ځینو سیمو د اسرائیلي یرغلګرو د کنټرو له امله له ځنډ او خنډ سره مخ دي.
د ۲۰۲۳ د اکتوبر له ۷مې راهیسې په غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو د نسلوژنې په جګړه کې ۶۸ زره او ۱۱۶ فلسطینیان شهیدان او ۱۷۰ زره او ۲۰۰ نور ټپيان شوي دي.

