د افغانستان اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د زندانونو چارو د سمون اداره ګڼې کړنې او لاستهراوړنې لري، چې مهمو ته یې په لاندې توګه کتنه کوو.
– د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله د فرمانونو پر بنسټ ۱۹ زره او ۹۹۸ بندیانو ته بښنه شوې او تخفیف ورکړل شوی دی.
– یادې ادارې په دې موده کې له ایران څخه د را لېږدول شویو ۵۸۳ بندیانو او له اذربایجان څخه د را لېږدول شویو ۸ بندیانو اسناد د ارزونې په موخه سترې محکمې ته لېږلي، چې له جملې څخه یې ۱۶۴ بندیان ازاد شوي دي.
– په دې موده کې یو زر او ۵۵۵ افغان بندیان له ایران، کویټ او اذربایجان هېوادونو څخه افغانستان ته را لېږدول شوي دي.
– د زندانونو چارو د سمون ادارې په تېرو څلورو کلونو کې د هېواد په ټولو زندانونو کې د بندیانو لپاره ۲۶ زره او ۸۸۴ شخصي دوسیې ترتیب کړې دي.
– په کابل کې د زندانیانو لپاره مجهز روغتون جوړ شوی، چې تجربهلرونکي ډاکټران او کافي تجهیزات لري.
– اوسمهال د مرکز او ولایتونو په زندانونو کې ۸ ښوونځي او ۷۲ روغتیايي مرکزونه فعال دي، چې د بندیانو لپاره ښوونیز او روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.
– دې ادارې د هېواد په ټولو زندانونو کې د بندیانو لپاره د سواد زدهکړې پروګرامونه پيل کړي، چې اوسمهال یې ۵ زره او ۸۸۹ پرسونل او بندیان په زدهکړو بوخت دي.
– د کتابتونونو فعالول د یادې ادارې له نورو مهمو لاستهراوړنو څخه دي، چې په تېرو څلورو کلونو کې یې ۹ زره او ۹۵۲ جلده بېلابېل کتابونه د مرکز او ولایتونو په زندانونو کې وېشلي دي.
– د عقیدتي، اصلاحي، روزنیزو، حرفهیي او د صنعت او کسب د زدهکړو د پروګرامونو پيلول د زندانونو چارو د سمون ادارې له نورو مهمو لاستهراوړنو څخه دي.

