د پاسپورټ لوی ریاست مسولین وايي، چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په هېواد کې له ۵۲۵ زرو څخه زیات پاسپورټونه وېشل شوي دي.
دوی ډاډ ورکوي، چې په مرکز او ولایتونو کې د پاسپورټ د غوښتونکو لپاره ډېرې اسانتیاوې هم رامنځته شوې دي.
د مسولینو په خبره، دا ریاست د پاسپورټونو د وېش لا ډیره وړتیا لري او اوس مهال په پلازمېنه او ولایتونو کې هره ورځ زرګونه کسانو ته پاسپورټونه وېشل کیږي.
په کابل کې یو شمېر پاسپورټ غوښتونکي د پاسپورتونو د وېش اوسنی بهیر ستايي او له مسولینو غواړي، چې په ولایتونو کې هم لا ډېرې اسانتیاوې رامنځته کړي.
د پاسپورټ ریاست مسولینو وړاندې ویلي وو، چې د ۱۴۰۳ هجري لمریز کال په اوږدو کې يې په ټول هېواد کې شاوخوا دوه میلیونه پاسپورټونه وېشلي دي.

