د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه اداره (انروا) ویلي، چې په غزه کې د جګړې پر مهال ۶۶۰ زره ماشومان له زدهکړو بې برخې شوي دي.
یاد سازمان پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، دغه ماشومان په غزه کې د اسرائیلو د جګړې له کبله د زدهکړو پرېښودو ته اړ شوي و.
انروا زیاته کړې، چې له خپلو شریکانو سره په ګډه غزه کې په تدریجي توګه د رسمي زدهکړو د پیل په موخه ګڼ شمېر پروګرامونه په پام کې لري او باید اجازه ورکړل شي، چې دغه کار له خنډ او ځنډ پرته ترسره شي.

