په چاپېریالي پروګرامونو او برنامو کې د خصوصي سکټور د ونډې په تړاو نن چهارشنبه د ۱۴۰۴کال د تلې پر ۳۰مه نېټه غونډه وشوه، چې د اړوند امارتي ادارو او خصوصي سکټور د بېلابېلو برخو استازو ګډون پکې کړی و.
په پيل کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې لوی رییس مولوي مطیع الحق خالص د ګډونوالو هرکلی کړی او د افغانستان د چاپېریالي وضعیت او موجوده چاپېریالي ستونزو په هکله یې هر اړخیزه وینا کړې ده.
نوموړي ویلي، چې د تېرو څو لسیزو جګړو او د نړیوالو نامسولانه صنعتي فعالیتونو له کبله د افغانستان چاپېریالي وضعیت ډیر زیانمن شوی. پر ډول ډول ناروغیو سربېره افغانان له اقتصادي، کرنیزو، ټولنیزو او چاپېریالي ستونزو سره مخ شوي او موږ ته په کار ده، چې دا حالت باید مثبتې خوا ته بوځو او د نننۍ غونډې جوړل یو مثبت اقدام دی.
ښاغلي خالص زیاته کړې، زموږ هره برخه چې پرمختګ کوي باید د خلکو ژوند پکې خوندي او محفوظ وي او په هر ډول پرمختګ کې باید زموږ د هېوادوالو روغتیا زیانمنه نه شي.
دهغه په خبره، د هېواد چاپېریالي وضعیت زیانمن شوی او اقلیمي بدلون رامنځته شوی، نو موږ هڅې پیل کړي چې د افغانستان غږ تر نړیوالو سټیجونو ورسوو، خبره مو یوه وي او په پوره چمتووالي، همغږۍ او منسجم ډول په نړیوالو کنفرانسونو کې ګډون وکړو.
مولوي مطیع الحق خالص د خصوصي سکټور له استازو غوښتي، چې خپل فعالیتونه معیاري او د چاپېریالي اصولو مطابق ترسره کړي، ترڅو د خلکو د تشویش او د هوا د ککړتیا لامل نه شي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سلاکار له سوداګرو غوښتي، چې د ټکنالوژۍ، د نیالګو په کېنولو او د شنو ساحو د پراختیا په برخه کې باید پانګونه وکړي.
د یادې ادارې د اقلیمي بدلون رییس روح الله امین په چاپېریالي پروګرامونو او برنامو کې د خصوصي سکټور د ونډې او همداراز په COP-30 نړیوال کنفرانس کې د خصوصي سکټور د پلاوي د ګډون په تړاو هر اړخیز معلوماتي پرزنټېشنونه وړاندې کړل.
همداراز د دې ادارې د طبیعي میراثونو د ساتنې او انکشاف پایدار رییسانو هم ویناوې وکړې، ګډونوالو خپل وړاندېزونه او نظرونه وړاندې کړل او غونډه د دعایې په لوستلو پای ته ورسېده.

