ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

نیمروز کې د لویو بار وړونکو موټرو لپاره نړیوال ترمینل جوړېږي

نیمروز کې د ۳۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د لویو باروړونکو موټرو لپاره د معیاري ترمینل جوړولو چارې پيل شوې.

د نيمروز د ترانسپورټ رياست مسولين وايي، دغه ترمينل به په ۶۲۵ جريبه دولتي ځمکه کې د يو کال په موده کې جوړ شي او د پینځه زره موټرو ظرفیت به ولري.

د نيمروز د ترانسپورټ ریيس مولوی محمد اقبال «کلیم الله» ویلي: “دغه ترمينل به نه يوازې د باروړونکو موټرو لپاره اړینې اسانتیاوې ولري، بلکې د ترانزيټ، موټر ساتنې، تم ځای، بار او تخليه، د موټر چلوونکو د استراحت ځایونو، جومات، تفریحي پارک او نورو اړينو امکاناتو لپاره معياري زيربناوې هم ولري.”