د اوبو او انرژي په سترو پروژو کې د پانګونې فرصتونو د پېژندنې ناسته وشوه.
په دې ناسته کې د یاد وزارت مرستیال مجیب الرحمن عمر اخندزاده او د کورنیو او بهرنیو ودانیزو شرکتونو رییسانو ګډون کړی و.
په پيل کې مجیب الرحمن عمر اخندزاده په اوسنیو شرایطو کې د هېواد د اوبو سرچینو د مدیریت حیاتي ارزښت ته اشاره کړې او ویلي یې دي، چې له بده مرغه د افغانستان اوبیزې سرچینې په پرله پسې کلونو کې د څلورو لسیزو تپل شویو جګړو، اقلیمي بدلونونو او پرله پسې وچکالیو له کبله زیانمنې شوې دي.
نوموړي زیاته کړې، چې اوسمهال د هېواد ډیری خلک پاکو اوبو ته لاسرسی نهلري او څه باندې اووه میلیونه هکټاره کرنیزه ځمکه د اوبو د کموالي له کبله د ګټې اخیستنې وړ نه ده.
ښاغلي اخندزاده ټینګار کړی، چې د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژي وزارت د اوبو د اغېزمن مدیریت او د انرژي د پراختیا په برخه کې ارښتناکه لاسته راوړنې لري، خو د دغو دوو سکټورونو ورځ تر بلې ارزښت ته په کتو، یوازې د وزارت هڅې کافي نهدي او اړتیا ده، چې خصوصي او دولتي سکټورونه دواړه په دې برخه کې کارنده ونډه واخلي.
هغه د اوبو او انرژي په پروژو کې پانګونې ته د خصوصي سکټور استازو د هڅولو ترڅنګ یادونه کړې، چې اوسمهال په افغانستان کې د پانګونې لپاره زمینه چمتو شوې او اسلامي امارت هم په دې برخه کې کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته اړینې اسانتیاوې چمتو کړې دي.
د کورنیو او بهرنیو شرکتونو استازو هم د خپلو فعالیتونو، طرحو او وړاندیزونو په هکله د معلوماتو وړاندې کولو تر څنګ د اوبو او انرژي په سکټورونو کې د خپلې همکارۍ او پانګونې لېوالتیا څرګنده کړې ده.
په پای کې د اوبو او انرژي وزارت او خصوصي سکټور تر منځ د متقابلو همکاریو پر پراختیا باندې ټینګار شوی او تصمیم نیول شوی، چې راتلونکې ناستې د تخنیکي جزیاتو د څېړلو او په دې پروژو کې د پانګونې لپاره د عملي زمینې د چمتو کولو په موخه ترسره شي.

