قرغيزستان کې د اسلامي امارت سفیر مولوي عبدالشکور حقاني د قرغيزستان د بهرنیو چارو وزارت د څلورمې سیاسي څانګې له مرستیال الماس بوکالاېف سره په لیدنه کې په سیاسي، اقتصادي او فرهنګي موضوعاتو خبرې کړي.
ښاغلي حقاني د افغانستان او پاکستان د اوربند هوکړې ته په اشاره ټینګار کړی، چې افغان ملت سوله خوښوونکی دی او هېڅکله د نورو په ناخوالو کې خپله هوسایي نه غواړي.
الماس بوکالاېف ویلي، چې هېواد یې په سیمه کې د افغانستان پر وړاندې روان حالت دقیق مطالعه کوي او د خوښۍ ځای دی، چې د دوو ګاونډیو هېوادونو تر منځ د ستونزو د حل په موخه مذاکرات وشول او اوربند عملي شو.
همدا راز نوموړي د خپلو خبرو په لړ کې د افغانستان او قرغیزستان تر منځ په نژدې راتلونکې کې د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو د پراختیا هیله څرګنده کړې ده.

