ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي ګل حسن حسن او د روسیې ولسمشر ځانګړي استازي لیدنه؛ د افغان کاريګرو د لېږد پر میکانیزم خبرې شوي

په مسکو کې د اسلامي امارت سفیر مولوي ګل حسن حسن د روسیې ولسمشر له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره لیدنه کړې.

روسیه کې د افغانستان سفارت وايي، چې په دې لیدنه کې د سیمې پر مهمو موضوعاتو، د افغان کاريګرو د لېږد پر میکانیزم او د اقتصادي همکاریو پر پراختیا بحث شوی دی.

د یاد سفارت په وینا؛ دې لیدنه کې د ګډو پروژو د چټک پلي کېدو او متقابل تعامل په پیاوړتیا ټينګار شوی دی.