په مسکو کې د اسلامي امارت سفیر مولوي ګل حسن حسن د روسیې ولسمشر له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره لیدنه کړې.
روسیه کې د افغانستان سفارت وايي، چې په دې لیدنه کې د سیمې پر مهمو موضوعاتو، د افغان کاريګرو د لېږد پر میکانیزم او د اقتصادي همکاریو پر پراختیا بحث شوی دی.
د یاد سفارت په وینا؛ دې لیدنه کې د ګډو پروژو د چټک پلي کېدو او متقابل تعامل په پیاوړتیا ټينګار شوی دی.

