د سوداګرۍ او پانګونې خونې په افغانستان کې د سفارت کچې ته د هند د ماموریت لوړېدو هرکلی کړی او هیله یې ښودلې، چې د افغانستان او هند سوداګریزې اړیکې به لا پراخه او د صادراتو او وارداتو کچه به لوړه شي.
یو شمېر افغان سوداګر هم د هند بازارونه د افغاني محصولاتو لپاره ښه مارکیټ ګڼي او په دې باور دي، چې د سفارت کچې ته د هند اړیکې لوړول به افغان سوداګرو ته د ویزو ورکړې په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي. دغهراز پر بنسټ به یې دواړه هېوادونو سوداګریزې اړیکې پیاوړې کړي.
کابل میشتې هم د سفارت کچې ته د هند د اړیکو لوړېدو ته خوښ دي او هیله څرګندوي، چې د هند حکومت افغان وګړو ته د ویزو په ورکړه کې اسانتیاوې زیاتې کړي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت تازه په کابل کې خپل تخنیکي ماموریت د سفارت کچې ته لوړ کړی دی.
هندي چارواکو په نوي ډیلي کې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره په لیدنو کې دا پرېکړه کړې وه.
مولوي امیرخان متقي څه موده وړاندې هند ته سفر کړی و، چې له ګڼو لاستهراوړنو ډک و.

