ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو بندېدل؛ پاکستان کې د رومیانو بیې د چرګ له غوښې لوړې شوې

د سوداګریزو او ترانزیټي لارو په ځانګړې توګه د تورخم لارې بندېدو سره په پاکستان کې د سبزیجاتو او مېوو بیې د پام وړ لوړې شوې او د دغه هېواد وګړي د بیو له بې حده لوړېدو شکایت کوي.

د راپورنو له مخې، د دغو لارو د تړل کېدو له امله د پاکستان په بازارونو کې یو شمېر سبزیجات او مېوې کمې شوې او بیې یې هم په بې سارې توګه لوړې شوې دي.

راپورونه وایي، په پاکستان کې د رومیانو بیې د چرګ له غوښې لوړې شوې او په بازارونو کې یو کیلو رومیان په ۶۰۰ او ۷۰۰ کلدارې، خو د چرګ یو کیلو غوښه بیا په ۳۲۰ کلدارې پلورل کېږي.

هلته پلورونکي وایي، مخکې چې له افغانستان څخه یې واردات لرل، مېوې یې په ټیټ قیمت پلورلې، مګر اوس چې د تورخم لاره تړل شوې، یو کیلو انار تر ۷۰۰ کلدارو او د انګورو یو کیلو بیا تر ۱۳۰۰ کلدارو پلوري.

ورته‌مهال پاکستاني سوداګر هم د تورخم لارې بندېدو سره د خپلو وارداتي سبزیجاتو او مېوو له خرابېدو اندېښمن دي.

پاکستان د تورخم، چمن، خرلاڅي او انګور اډې له لارې افغانستان څخه د تازه مېوې او سبزیجاتو واردات کوي.

دغه لارې د تېرو لسو ورځو راهیسې د پاکستان له لوري بندې شوې دي.

دغه لارې تر هغې وروسته وتړل شوې، چې افغان ځواکونو د پاکستاني ملېشو له‌خوا د افغانستان د حریم له نقض وروسته دوی ته انتقامي ځواب ورکړ.