د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د ترکمنستان د نفتو او ګازو دېرشم نړیوال نندارتون او کنفرانس په څنډه کې د ترکمنستان د وزیرانو کابینې د رییس له مرستیال بایمراد انامادف او د انرژۍ، برېښنا، صنعت او ودانیزو چارو کې د ترکمنستان د ولسمشر له مرستیال سره وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لوریو د سیمې د هېوادونو، په ځانګړي ډول د افغانستان او ترکمنستان لپاره د ټاپي پروژې پر ستراتېژیک اهمیت خبرې وکړې، او د دې پروژې د دوېیم پړاو پرمختګ او پرانېستل یې د صنعت د ودې، اقتصادي همکاریو د پراختیا او د سیمې د سوداګرۍ د حجم د زیاتوالي په برخه کې یو مهم او اغېزناک ګام وباله.
په دې کتنه کې دواړو لوریو ټینګار وکړ، چې د دې پروژې پلي کېدل یوازې په افغانستان کې د کارموندنې او اقتصادي ودې زمېنه نه برابروي، بلکې د انرژۍ د تامین په برخه کې به د افغانستان د مهم ترانزیټي دهلېز رول لا پیاوړی کړي.
نورالدین عزیزی څرګنده کړه، چې اسلامي امارت د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا ملاتړ کوي او ټینګار یې وکړ چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره دې شته خنډونه لرې او اړینې اسانتیاوې دې برابرې شي.
د صنعت او سوداګرۍ وزیر همدارنګه په ترکمنستان کې د افغان سوداګرو ستونزو ته په اشاره د دوی د ستونزو د حل غوښتنه وکړه.

