د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د ترکمنستان د نفتو او ګازو دېرشم نړیوال نندارتون او کنفرانس په څنډه کې په سوداګریزو چارو کې د ترکمنستان د ولسمشر له مرستیال نوکر قلي اتاقُلياف سره وکتل.
د ترکمنستان د ولسمشر مرستیال په افغانستان کې د صنعت پر وده خوښي وښوده او د افغاني محصولاتو د واردولو لپاره یې لېوالتیا وښوده او د دې ترڅنګ یې د کابل او مزارشریف له صنعتي پارکونو د لیدنې په موخه افغانستان ته د ترکمن پلاوي د استولو او په ترکمنستان کې د افغان-ترکمن ناستې د جوړېدو خبر ورکړ.
دغه راز نوکر قلي اتاقُلياف له نورالدین عزیزي سره د ترکمنستان په کوشکه ښار کې د افغانستان، قزاقستان او ترکمنستان ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیت د اسانتیا لپاره د یوه لوجستیکي مرکز پر جوړېدو خبرې کړي.
نورالدین عزیزي هم په تورغونډۍ کې د ورته یوې ځانګړې سوداګریزې سیمې پر جوړېدو ټینګار کړی او د ګډې پانګونې په برخه کې یې د اړین چمتووالي ډاډ ورکړی دی.

