ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اداري کمېسیون غونډه وشوه

د ریاست‌الوزرا‌ اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د دې کمېسیون د غړو په ګډون د اداري کمېسون غونډه جوړه شوه.

په پيل کې د یاد کمېسیون له لوري ټاکل شويو کمېټو د خپلو ورسپارل شويو فعاليتونو او کړنو په اړه راپورونه وړاندې کړل.

په یاده غونډه کې د لوړو زده‌کړو، پوهنې، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوۍ وزارتونو، چارو ادارې عمومي ریاست، د احصایې او معلوماتو ادارې او امنيتي ادارو اړوند موضوعاتو په اړه له بحث او هر اړخيزې ارزونې وروسته لازم تصميمونه ونيول شول.

په پاې کې، په اجنډا کې د شاملو موضوعاتو د لا زيات تدقيق په موخه جلا کمېټو ته دنده وسپارل شوه.