ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کور او ښار جوړولو وزیر په زابل کې د شیخ متي بابا او مجید زابلي ښارګوټو څخه لیدنه وکړه

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر شیخ نجیب الله حیات حقاني، د زابل ولایت په قلات ښار کې د شیخ متي بابا او مجید زابلي ښارګوټو څخه لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې، د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر سره، د قلات ښاروال قاري رحمت‌الله مسافر، د کور او ښار جوړولو رییس حاجي دادګل مسلم، د زابل ولایت مقام د دفتر رییس مولوي قدرت‌الله بدري، او د تامیناتو امر ملا لطف الرحمان سرحدي ګډون درلود.

د کور او ښار جوړولو وزارت وایي، چې د دې لیدنې موخه د یادو ښارګوټو د وضعیت ارزونه، د شته ستونزو څېړنه او د راتلونکو پراختیایي پلانونو لپاره د مسوولینو ترمنځ مستقیمې مشورې وې.

ښاغلي حقاني ، د یادو ښارګوټو د تخنیکي، حقوقي او ټولنیزو ستونزو د حل لپاره ډاډ ورکولو ترڅنګ وویل، چې د شیخ متي بابا دویم فاز ښارګوټي کې به د راستنېدونکو کډوالو لپاره د اعمار او وېشلو چارې ژر پیل شي، څو د دې ښارګوټو مستحقو کورنیو ته د سرپنا ځای په مناسب وخت کې برابر شي.

نوموړي زیاته کړه، چې د مجید زابلي ښارګوټي د ستونزو د حل او دقیقې ارزونې لپاره به د مسلکي تخنیکي پلاوي څخه ګټه وشي.

شیخ نجیب الله حیات حقاني وویل، چې یاد پلاوی به زابل ته راولېږدول شي، ترڅو د ساحې له نږدې څېړنې وکړي او د اصلاحي پلانونو سره سم د اعمار چارې پیل کړي.

د ښاغلي وزير په وینا، د قلات ښار د ښاري پراختیا، نظم، او د راستنېدونکو کورنیو د سرپنا د اړتیاوو پوره کولو لپاره به د کور او ښار جوړولو وزارت خپلو هڅو ته دوام ورکړي او  د دې ترڅنګ، د ښارګوټو د مدیریت په برخه کې به د اړتیا وړ اصلاحات ترسره شي ترڅو د خلکو د ژوند کیفیت بهتره شي.