د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د لړم میاشتې په درېیمه نېټه د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه کې ۳۵ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې.
پروژې د یو لړ تعدیلونو په واردولو سره او د ۳.۵ میلیارد افغانیو په ارزښت ۲۲ پروژې منظورې شوې.
همدارنګه پنځه پروژې بیا په تدارکاتي پروسو کې د ستونزو له امله بېرته اعاده شوې.
په منظور شوو پروژو کې استنادي دیوالونه، کانالونه، په یوشمېر ولایتونو کې د ولسوالیو ترمنځ غځېدلي سړکونه، د میدان وردګ ولایت د لوړو زده کړو موسسې د لیلیې ودانۍ او په مختلفو ولایتونو کې د برېښنا رسونې او توزیع پروژو د پاتې چارو بشپړول شامل دي.
یادونې وړ ده، چې منظور شوې پروژې د افغانستان اسلامي امارت له لوري تمویلېږي.

