ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د شمال ډبرو سکرو امارتي شرکت په ټیټه بیه د ډبرو سکرو پلور پیلوي

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اعلان کړی، چې د شمال ډبرو سکرو امارتي شرکت په پام کې لري، چې د يخنۍ موسم له پیل سره د پلازمېنې کابل سربېره د سړو سیمو په یو شمېر ولایتونو کې د سون توکو د اړتیا پوره کولو په موخه هېوادوالو ته په ټیټه بیه د ډبرو سکرو پلور لړۍ پیل کړي.

یاد ریاست ویلي، هڅه کوي چې دغه لړۍ د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته هم وغځوي، ترڅو اړمن هېوادوال وکولای شي له دې فرصت څخه ګټه پورته کړي.

د دې ریاست د مسولینو په خبره، د ډبرو سکرو د بیو او وېش مرکزونو په اړه معلومات به پر خپل وخت له هېوادوالو سره شریک شي.