ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

پکتیکا کې له مسولينو، سيمه‌ييزو مشرانو، علماوو او عامو خلکو سره لويه غونډه وشوه

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په ټول هېواد کې د ملت د اتحاد، اسلامي نظام بقاء او ولس هوساينې په موخه د ولسي غونډو د لړۍپه دوام نن په پکتيکا ولایت کې د دغه وزارت د مرستیال مولوي محمد علي جان احمد په مشرۍ له مسولينو، سيمه‌ييزو مشرانو، علماوو او عامو خلکو سره لويه غونډه وکړه.

د ياد ولایت قومي مشرانو په دې ولسي غونډه کې د اسلامي امارت د مشرتابه د مخلصو خدمتونو مننه کړې او څرګنده کړې یې ده، چې د پکتیکا ولس د اسلامي امارت د نظام ساتنې او پیاوړتیا لپاره سترې قربانۍ ورکړې دي.

هغوی ویلي، چې د جمهوریت پر مهال دغه ولایت ته لازمه پاملرنه نه ده شوې، ځکه د پکتیکا مجاهد ولس تل د اسلامي امارت تر څنګ ولاړ و.

قومي مشرانو زیاته کړې، چې د پکتیکا ټول قومونه د امارت تر مشرۍ لاندې په یووالي ولاړ دي او اوس د دغه ولایت ولسونه د اسلامي امارت تر سیوري لاندې د خدمت او پرمختګ تمه لري.

د جرګو او قبايلي چارو د همغږۍ مرستیال د پکتيکا ولايت د خلکو د غیرت او میړانې بېلګې ستایلې او ویلي یې دي، چې د دې خلکو جرئت او وفاداري بې ساري دي او هر لېدونکی متاثر کوي.

نوموړي ټينګار کړی، چې اسلامي امارت ژمن دی خپلو هېوادوالو ته په ټولو برخو کې په غوره توګه خدمت وکړي او د دوی هوساینه او سوکالي د خپلو هڅو لومړیتوب ګڼي.

هغه يادونه کړې، دا نظام د ولسونو غوښتنه وه او ولسونو پرې بې‌شمېره قربانۍ ورکړې دي، چې په پایله کې يې يو خپلواک، ثابت او د خلکو د ملاتړ وړ نظام جوړ شوی دی.