د لوړو زده کړو وزیر شیخ ندا محمد ندیم د هلمند پوهنتون په تالار کې په یوه غونډه کې ګډون او وینا وکړه.
شیخ ندا محمد ندیم ویلي، اسلامي امارت خپلو ټولو تعهداتو ته ژمن دی او په ټولو برخو په ځانګړې توګه علمي ډګر کې یې کړې وعدې عملي کړي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې ډېر ژر به د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د ماسټرۍ او دوکتورا د شته پروګرامونو سربېره نور نوي پروګرامونه هم رامنځته شي، چې په دې سره به د علمي ارتقا په برخه کې پر ځانبسیا شو.
ښاغلي ندیم ویلي، دغه وزارت توانېدلی چې د علماوو او د پوهنتونونو استادانو په ملاتړ درسي مواد او تحصيلي سيستم د اسلامي او افغاني دود سره سم لا معياري او د بازار د غوښتنو سره سم پياوړی کړي.
همداراز نوموړي، له استادانو غوښتي، چې د افغانستان د ځوانانو په غوره روزنه کې لا هڅې او خدمتونو ته دوام ورکړي.

