ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د هلمند پوهنتون رییس: له نشه‌یي توکو پاک افغانستان کومه سیاسي برنامه نه، بلکې زموږ شرعي مکلفیت دی

د هلمند پوهنتون رییس شیخ محمد شریف‌الله ابو احمد «له نشه‌یي توکو پاک افغانستان» ملي کنفرانس کې ویلي، له نشه‌يي توکو پاک افغانستان کومه سیاسي برنامه نه، بلکې د دې بدې پدېدې مخنیوی زموږ شرعي مکلفیت دی.

نوموړي له سوداګرو غوښتي، چې د نشه‌یي توکو په مخنیوي سره راتلونکو نسلونو ته د سوداګرۍ او پانګونې سالمې لارې پرانیزي.

په هلمند پوهنتون کې «له نشه‌یي توکو پاک افغانستان» تر سرلیک لاندې درې ورځنی ملي کنفرانس پیل شوی دی.

د لوړو زده‌کړو وزارت وایي، دغه کنفرانس د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمانونو په رڼا کې د نشه‌یي توکو نړیوالې پدېدې د مخنیوي په موخه جوړ شوی دی.