د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرسیتال مولوي عبدالسلام حنفي د غور ولایت له یو شمېر علماوو، مجاهدینو او مسولینو سره وکتل.
په دې کتنه کې لومړی هغوی د غور ولایت د حکومتولۍ، امنیتي او ټولنیز وضعیت او همدارنګه مسولینو د خپلو کړنو او فعالیتونو په اړه د ریاست الوزرا اداري معاونیت ته معلومات ورکړي دي.
هغوی ویلي، چې د دې ولایت مسولین او مجاهدین د خلکو د ستونزو د حل، هغوی ته د خدماتو برابرولو او هېوادوالو ته د امنیت او ارامي د تامین هڅې کوي.
همدارنګه دوی په یاد ولایت کې ځینو اړتیاوو ته اشاره کړې او د اسلامي امارت له رهبرۍ څخه یې غوښتي، چې د غور ولایت د خلکو غوښتنو او وړاندیزونو ته پاملرنه وشي.
مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، چې د خلکو ستونزو ته رسېدنه او د هغوی د غوښتنو پوره کول د اسلامي امارت له دندو او مسولیتونو څخه دي او ستاسو وړاندیزونو او غوښتنو ته به شته امکاناتو ته په پام اړین اقدامات وشي.

