ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي مطیع‌الحق خالص د ایران اسلامي جمهوریت د چاپېریال ساتنې وزارت له مرستیال سره لیدنه وکړه

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطیع‌الحق خالص، د ایران اسلامي جمهوریت د چاپېریال ساتنې وزارت له مرستیال لاهیجان زاده او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

یادې لیدنې کې د ایران د چاپېریال ساتنې وزارت مرستیال، لاهیجان زاده، د خپلو خبرو په ترڅ کې د ایران د چاپېریال ساتنې وزیر پيغام له ښاغلي خالص سره شریک کړ او له نوموړې یې غوښتنه وکړه چې ایران ته رسمي سفر وکړي.

ښاغلي لاهیجان زاده د اقلیمي بدلون پر منفي اغېزو، دوه اړخیزو همکاریو، د تجربو پر شریکولو او د افغان مسلکي کادرونو د روزنې په برخه کې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.

همدارنګه د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطیع‌الحق خالص د ایران له بلنې څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې په یوه مناسب فرصت کې به ایران ته رسمي سفر وکړي.

 ښاغلي خالص د اقلیمي بدلون په اړه خبرې وکړې او وویل: “اقلیمي بدلون یوه نړیواله ستونزه ده، چې نه یوازې افغانستان بلکې ټوله نړۍ ورسره مخ ده.”

نوموړي څرګنده کړه، چې د اقلیمي بدلون له امله افغانستان سخت زیان لیدلی، وچکالي ډېره شوې او زموږ خلک د اوبو د کمښت او نشتون له کبله داخلي کډوالۍ ته اړ شوي او دا یو لوی بحران دی چې مدیریت یې سیمه ایزو او نړیوالو همکاریو ته اړتیا لري.

دغه‌راز مولوي مطیع‌الحق خالص د دوه اړخیزو همکاریو پراختیا، ظرفیت لوړونې، تجربو شریکولو او د اقلیمي بدلون پر وړاندې د ګډې مبارزې پر اهمیت ټینګار وکړ.