ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي بدرالدین حقاني د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې له ځانګړي استازي سره لیدنه کړې

په متحده عربي اماراتو کې د اسلامي امارت سفیر مولوي بدرالدین حقاني د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې له ځانګړي استازي جیلس برتران سره لیدنه کړې.

په متحده عربي امارتو کې د افغانستان سفارت وایي، چې په دې لیدنه کې د سیاسي، اقتصادي او سیمه‌یزو اړیکو پر پیاوړتیا او د متقابلو همکاریو پر پراختیا خبرې شوې دي.

ورته مهال، دواړو لوریو د سیمې د ثبات لپاره د ګډو همکاریو پر اهمیت هم ټینګار کړی.