د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر او د سرحدي کمېسیون مشر ملا نور الله نوري د ایران هېواد د بهرنیو چارو د حقوقي او نړیوالو چارو مرستیال کاظم غریب ابادي او مل پلاوي سره د دواړو هېوادونو تر منځ د ښې همغږۍ، د قاچاق مخنیوي او د سرحدي نښو نښانو د نوي کولو په اړه ناسته کړې.
ملا نور الله نوري ویلي، چې د افغانستان اسلامي امارت د ښه ګاونډيتوب، متقابل احترام او د ګډو مسایلو د حل لپاره د رښتینې همکارۍ اصل ته ژمن دی.
نوموړي زیاته کړې، اسلامي امارت د قاچاق مخنیوي په برخه کې جدي ګامونه اخیستي او ژمنه یې کړې چې د دواړو هیوادونو تخنیکي ټيمونه به ژر د چارو د پیل په اړه خپلو ناستو ته دوام ورکړي.
همداراز د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ښاغلي کاظم غریب ابادي ویلي، ایران د افغانستان همکاریو ته په ښه سترګه ګوري او هڅه کوي، چې له افعانستان سره دوستانه اړیکې نورې هم پراخې کړې دي.
نوموړي زیاته کړې، چې د ایران تخنیکي ټيمونه به له افغانستان سره په همغږۍ د سرحدي نښو د نوي کولو په اړه اجرات ترسره کړي.

