په ډېرې خواشینۍ سره خبر شوو چې د اسلامي امارت په ۲۰ کلن جهادي دور کې د بېلابېلو کمېسیونونو مسول مولوي احمدالله نانی د اوږدې ناروغۍ ګاللو څخه وروسته ومړ.
انالله و اناالیه راجعون
اسلامي امارت د نوموړي د مړینې له امله د هغه درنې کورنۍ، قریبانو او ټولو متعلقینوته د زړه له کومې تسلیت وایي.
مرحوم مولوي ناني ته د الله تعالی له دربار څخه د مغفرت، جنة الفردوس او عالي مقاماتو غوښتنه کوي.
کورنۍ او دوستانو ته یې جمیل صبر او جزیل اجر غواړي.
مرحوم مولوي مطیع الله ناني خپل ټول عمر د دین په خدمت او جهاد کې تېر کړ او د امارت په دواړو دورو کې یې ښه خدمتونه ترسره کړل او په دې لاره کې یې خورا سختۍ، زندانونه او ستونزې وګاللې او وروستۍ څو کلنه ناروغي یې هم د زندان له امله ورپیښه شوې وه، چې کلونه ترې و ځورید او په مظلومانه توګه د خپل رب جل جلاله دربارته ورغی.
الله تعالی دې په اسلامي امارت او دیني ماحول کې د هغه ټولې ستړیاوې، خدمتونه، زندانونه او ناروغۍ قبولې کړي.
امین یارب رب العلمین
د افغانستان اسلامي امارت

