ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

بهرنیو چارو وزارت: په یوه ورځ کې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره د شپږ ځلې اړیکې ادعا واقعیت نه لري

بهرنیو چارو وزارت وایي، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وروستۍ څرګندونې چې ګواکې مولوي امیر خان متقي له نوموړي سره په یوه ورځ کې شپږ ځله اړیکه نیولې ده، له واقعیت څخه لرې دي.

د یاد وزارت په وینا، د دواړو لوریو تر منځ لومړۍ تیلیفوني اړیکه د متقابل تفاهم او همغږۍ په چوکاټ کې ترسره شوې وه، چې په دغه اړیکه کې اسحاق ډار له وضعیت څخه د ناخبرۍ څرګندونه کړې وه او ویلي یې و، چې د بشپړې خبرتیا وروسته به اړیکه نیسي. په همدې اساس، دویم ځل ټلیفوني اړیکه هم وشوه.

دغه وزارت زیاته کړې، له دې جریان یوه ورځ وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بیا د اړیکې هڅه وکړه، خو د بېلا بېلو دلاېلو له امله اړیکه ترسره نه شوه.

بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی، چې د هیوادونو تر منځ د اړیکو بنسټ پر مقابل درناوي او واقعیتونو ولاړ تعامل دی، نو له همدې امله، دا ډول ناسمې څرګندونې د دواړو هېوادونو د متقابل درناوي او دیپلوماتیک تعامل له روحیې سره په ټکر کې دي.

د افغانستان اسلامي امارت تل هڅه کړې، چې له ګاونډیو هېوادونو سره د احترام، تفاهم او مثبتو اړیکو پر بنسټ تعامل وکړي.

دغه وزارت هیله ښودلې چې د پاکستان حکومت لوړپوړي مسولین د خبرو پر مهال د حقایقو سم انعکاس ته پام وکړي.